دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۹
د مطلب کود : 267371
افغاني سرې میاشتې: ۵۰ ناروغ ماشومان له جرمني څخه تر درملنې وروسته کابل ته راستانه شوي
د افغاني سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی چې ۵۰ هغه ماشومان چې سخت سوځېدلي وو، تېر کال د افغاني سرې میاشتې له خوا جرمني ته استول شوي وو، تر درملنې وروسته بېرته هېواد ته راستانه شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې په ټویټر کې د دغو ماشومانو د انځورونو په خپرولو سره لیکلي چې د دغو ماشومانو له ډلې څخه ۵۰ تنه چې د هډوکو په سخته سوځیدنه او یا د هډوکو په ناروغۍ اخته وو تیر کال آلمان ته استول شوي وو او له درملنې وروسته بیرته راستانه شوي دي.
 
د افغاني سرې مياشتې ټولنې مشر مولوي مطيع الحق خالص د دغو ماشومانو د کاملې روغتيا د راستنېدو له امله د هغوى کورنيو ته مبارکي وويله.
 
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د افغاني سرې مياشتې ټولنې له خوا د جرمني د سولې کلي انسټيټيوټ په همکارۍ ٨٥ ماشومان په سوځېدلو او نورو ناروغيو د درملنې لپاره جرمني ته واستول شول.
 
https://avapress.com/vdcbzzb58rhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته