دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۶
د مطلب کود : 267383
د روژې په مناسبت د ځینو خوراکي توکو ګمرکي تعرفه له ۱۷ تر ۸۰٪ پورې راټیټه شوه
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت په ځینو خوراکي توکو د تعرفې د کمولو اعلان وکړ. د دې پر بنسټ، د پتاټو، روميانو ، مڼو، خرما او هندواڼو په ګډون پر شپږو خوراکي توکو ګمرکي محصول له ۱۷ څخه ۸۰ سلنې ته راټيټ شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند په خپل ټویټر پاڼه لیکلي: «د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د ګمرکونو د عمومي ریاست د وړاندیز او د مالیې وزارت په منظورۍ په بازارونو کې د يادو توکو د بيو د لوړوالي د مخنيوي او د هېوادوالو د اقتصادي وضعيت په پام کې نيولو سره پر شپږو خوراکي توکو ګمرکي محصول له ١٧ څخه ٨٠ ته راټيټ شوى دى.
 
د دې پر بنسټ، د پټاټو ۳۰ ټنه، چې پخوا یې نرخ ۷۳۹۲۶ افغانۍ و، اوس ۱۴۹۸۵ افغانیو ته رسېدلی، چې ۷۹،۷ سلنه کموالی ښيي.
 
د هېواد په ګمرکونو کې د ۳۰ ټنه روميانو پخوانۍ تعرفه ۴۵۳۶۰ افغانۍ وه، چې ۱۶۲۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې، چې د دغه محصول په تعرفه کې ۶۴.۲ سلنه تخفیف ښيي.
 
د خپاره شوي راپور له مخې، د ۳۰ ټنو مڼو پخوانۍ تعرفه ۲۹۱۸۷۰ افغانۍ وه، چې ۲۴۴۹۱۷ افغانیو ته راټیټه شوې او ۱۶،۹ سلنه تخفیف وضع شوی دی.
 
۳۰ ټنه خرما چې پخوا په ګمرکي تعرفه کې ۲۹۸۰۸ افغانۍ شاملې وې، د ۳۷.۵٪ تخفیف سره ۱۸۶۳۰۰ افغانیو ته راټیټ شوي دي.
 
همدارنګه د ۳۰ ټنو هندواڼو تعرفه د هېواد په ګمرکونو کې د ۴۲،۸ سلنه تخفیف سره ۱۶۲۸۱۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcevf8wxjh8pxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته