دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۱۲
د مطلب کود : 267384
په هرات کې هره میاشت څه باندې ۳۰ زره الکترونیکي تذکرې وېشل کېږي
د هرات ولایت د احصایې او اطلاعاتو ریاست چارواکي وايي، هره میاشت په دغه ولایت کې شاوخوا ۳۲ زره الکترونیکي تذکرې وېشل کېږي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د احصایې او اطلاعاتو رئیس مولوی محب الله هدایت وایی چې د هرات د احصایې او اطلاعاتو ریاست هره میاشت په اوسط ډول په دغه ولایت کې ۳۲ زره الکترونیکی تذکرې ویشی.
 
ده دغه راز زياته کړه: دغه رياست هره مياشت د الکترونيکي تذکرو له ويش څخه ٩ ميليونه افغانۍ راټولوي.
 
د هرات د احصايې او اطلاعاتو رئيس هم يادونه وکړه: تېر کال (١٤٠١) دې رياست د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله ډېر عوايد ترلاسه کړل.
 
نوموړي دغه راز زياته کړه، چې هره ورځ د دغه ولايت په درېيو مرکزونو کې برېښنايي تذکرې وېشل کېږي.
 
د مولوي هدايت په وينا، د برېښنايي تذکرو ترلاسه کولو ته د خلکو لېوالتيا ډېره شوې او هره ورځ ګڼ شمېر خلک د برېښنايي پېژندپاڼو د ترلاسه کولو لپاره اړوندو مرکزونو ته ورځي.
 
د هرات د احصایې او اطلاعاتو رئیس هم ټینګار وکړ: د احصایې ریاست هڅه کوي چې مراجعینو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي تر څو ښاریان وکولای شي په لږو څلویښتو ورځو کې خپل تذکرې ترلاسه کړي.
 
ده دا هم وويل: د بريښنايي تذکرې د ترلاسه کولو لپاره هيڅ محدوديت نشته.
 
ویل کېږي چې په هېواد کې د تذکرې له الکترونیکي کېدو سره خلکو ته د احصایې او اړوندو چارو په برخه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې او هېوادوال کولای شي چې د هېواد له هرې برخې څخه د تذکرې لپاره عریضه وکړي، په داسې حال کې چې پخوا هر وګړی اړ وو. د یادولو وړ ده چې دا کار خلکو ته له لرې او سختو لارو تګ راتګ، د زیاتو پیسو لګول او د وخت ضایع کول په ګډون ګڼې ستونزې راپیدا کړي.
 
https://avapress.com/vdcfced0jw6dvma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته