دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۰
د مطلب کود : 267387
د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د سیلابونو خبرداری
د اوبو او انرژۍ وزارت په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو د احتمال خبرداری ورکړی دی. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ په ۲۱ ولایتونو کې چې ډېری یې مرکزي ولایتونه دي، په هغو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال اټکل کېدای شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت د اطلاعاتو او کلتور ریاست نن یکشنبه (حمل ۶) په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې په یو شمېر سیمو کې د سیلابونو احتمال شته.
 
د خبر پاڼې له مخې، د اقلیمي بدلونونو او د هایدرومیټرولوژیکي سټېشن د ارقامو د پرتلې تحلیل پر بنسټ او همدارنګه د هوا پېژندنې ملي ادارې او د نړیوالو معتبرو بنسټونو وړاندوینو ته په کتو سره د نسبتاً سخت باران او واورو د ورېدو احتمال په پام کې نیول شوی دی.
 
د باران له امله د سیلابونو د راوتلو احتمال، د سمندرونو په اوږدو کې د اوبو د سطحې په لوړیدو سره د واورو وریدو احتمال (کوکچه، تالقان، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، ارزګان، ارغنداب، لوګر، میدان، کابل، خوست، پکتیا ، پکتیکا، غوربند، پنجشیر، کنړ او لغمان) ولایتونو کې اټکل شوي دي.
 
په خبرپاڼه کې د يادو شويو سيمو له اوسېدونکو غوښتل شوي، چې د سيلابونو پر مهال په ځانګړې توګه د سمندرونو سواحلو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.
 
https://avapress.com/vdcivyaryt1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته