دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 267480
د هرات والي د هرات - خواف ریل پټلۍ د پروژې د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ
د هرات والي په هرات کې د ايران د اسلامي جمهوريت له جنرال قونسل سره په کتنه کې د هرات - خواف اورګاډي پټلۍ د پروژې د فعالولو د بهير په چټکتيا باندې ټينګار وکړ او دا يې د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړيکو د پراختيا په برخه کې مهمه وبلله.
افغان غږ خبری آژانس: د هرات والي شیخ نوراحمد اسلام جار د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په حضور کې په هرات کې د ایران د اسلامي جمهوریت د قونسلګرۍ له رئیس محمد صدیق فر سره وکتل.
 
په دې کتنه کې دواړو لورو د هرات او د ایران د رضوي خراسان ولایت ترمنځ د اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
 
په دې کتنه کې د هرات والي ښاغلي صديقي فر ته د روژې د مبارکې مياشتې د رارسيدو په مناسبت د مبارکۍ ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او کلتوري اړيکو د پراختيا غوښتنه وکړه.
 
په دې کتنه کې د هرات والي شیخ نوراحمد اسلام جار وویل: د افغانستان اسلامي امارت د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي.
 
په دې کتنه کې شیخ اسلام جار هم د هرات - خواف ریل پټلۍ د پروژې د فعالولو د بهیر په چټکتیا ټینګار وکړ او دا یې د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې یو مثبت ګام وباله.
 
د هرات - خواف د اورګاډي پټلۍ چې د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا جوړه شوې، د ایران او افغانستان د دواړو هېوادونو پر اقتصادي ودې او سوداګریزو اړیکو باندې به ډېره اغېزه ولري.
 
https://avapress.com/vdcc4mqix2bqe08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته