کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مرکزي بانک د انفرادي تبادلې جواز لغوه کړ

8 حمل 1402 ساعت 9:37

د هېواد مرکزي بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د غیر بانکي مالي بنسټونو په ځانګړې توګه د تبادلې او پیسو خدمتونو د شفافیت، غوره مقرراتو او څارنې په هدف یې د ټولو انفرادي تبادلو جواز لغوه کړی دی.


آوا - کابل: د مرکزي بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې: د افغانستان بانک د روڼتیا، غوره مقرراتو او د څارنې په موخه اړوند مقررات تعدیل او له معیارونو سره سم یې لازم شرایط رامنځته کړي دي.
 
مرکزي بانک زیاته کړي: د افغانستان بانک د نویو شرایطو له مخې تیر کال ټول انفرادي جوازونه لغوه کړي او ۸۷۶ نغدي او پیسو خدمتونو ته یې د شرکتونو جوازونه ورکړي او په چارو کې یې روڼتیا او اسانتیاوې رامنځ ته شوې دي.
 
د یادولو وړ ده چې د بانکي سکتور سربیره د هیواد مرکزي بانک د غیر بانکي مالي موسسو د تنظیم او نظارت مسولیت هم په غاړه لري چې په هغو کې د تبادلې، د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي، الکترونیکي پیسې، د تادیاتو بنسټونه او کوچني پورونه شامل دي.
 


د مطلب کود: 267481

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267481/مرکزي-بانک-د-انفرادي-تبادلې-جواز-لغوه-کړ

آوا
  https://www.avapress.com