دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۷
د مطلب کود : 267481
مرکزي بانک د انفرادي تبادلې جواز لغوه کړ
د هېواد مرکزي بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د غیر بانکي مالي بنسټونو په ځانګړې توګه د تبادلې او پیسو خدمتونو د شفافیت، غوره مقرراتو او څارنې په هدف یې د ټولو انفرادي تبادلو جواز لغوه کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مرکزي بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې: د افغانستان بانک د روڼتیا، غوره مقرراتو او د څارنې په موخه اړوند مقررات تعدیل او له معیارونو سره سم یې لازم شرایط رامنځته کړي دي.
 
مرکزي بانک زیاته کړي: د افغانستان بانک د نویو شرایطو له مخې تیر کال ټول انفرادي جوازونه لغوه کړي او ۸۷۶ نغدي او پیسو خدمتونو ته یې د شرکتونو جوازونه ورکړي او په چارو کې یې روڼتیا او اسانتیاوې رامنځ ته شوې دي.
 
د یادولو وړ ده چې د بانکي سکتور سربیره د هیواد مرکزي بانک د غیر بانکي مالي موسسو د تنظیم او نظارت مسولیت هم په غاړه لري چې په هغو کې د تبادلې، د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي، الکترونیکي پیسې، د تادیاتو بنسټونه او کوچني پورونه شامل دي.
 
https://avapress.com/vdcdj50xfyt09o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته