کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هیواد کې د وروستیو سیلابونو په پایله کې ۹ تنه مړه او ۷۴ تنه نور ټپیان شوي دي

8 حمل 1402 ساعت 9:41

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو له امله ۹ تنه مړه او ۷۴ نور ټپیان شوي دي.


آوا - کابل: له طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت سرپرست محمد عباس اخند وايي، په ۲۳ ولایتونو کې د سیلابونو له امله ۹ تنه مړه شوي او ۱۷۷۹ کورونه ویجاړ شوي دي.
 
د دغه وزارت د مشر په وینا، څه باندې شل زره جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده.
 
په همدې حال کې یو شمېر سیلاب ځپلي له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه د مرستې غوښتنه کوي.
 
ويل کيږي چې د دغو سيلابونو له امله د استوګنې ١٧٧٩ کورونه په بشپړه او جزوي توګه ويجاړ شوي او د ٢٢ زره جريبه کرنيزې ځمکې فصلونه هم له منځه تللي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په تېرو دوو اوونيو کې هېواد د سېلابونو او زلزلې په څېر د طبيعي پېښو شاهد و.
 


د مطلب کود: 267483

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267483/په-هیواد-کې-د-وروستیو-سیلابونو-پایله-۹-تنه-مړه-او-۷۴-نور-ټپیان-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com