دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۱
د مطلب کود : 267483
په هیواد کې د وروستیو سیلابونو په پایله کې ۹ تنه مړه او ۷۴ تنه نور ټپیان شوي دي
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو له امله ۹ تنه مړه او ۷۴ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: له طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت سرپرست محمد عباس اخند وايي، په ۲۳ ولایتونو کې د سیلابونو له امله ۹ تنه مړه شوي او ۱۷۷۹ کورونه ویجاړ شوي دي.
 
د دغه وزارت د مشر په وینا، څه باندې شل زره جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده.
 
په همدې حال کې یو شمېر سیلاب ځپلي له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه د مرستې غوښتنه کوي.
 
ويل کيږي چې د دغو سيلابونو له امله د استوګنې ١٧٧٩ کورونه په بشپړه او جزوي توګه ويجاړ شوي او د ٢٢ زره جريبه کرنيزې ځمکې فصلونه هم له منځه تللي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په تېرو دوو اوونيو کې هېواد د سېلابونو او زلزلې په څېر د طبيعي پېښو شاهد و.
 
https://avapress.com/vdcfced0mw6dvja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته