دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 267486
داعش د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه د ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی
داعش ترهګرې ډلې په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته څیرمه د ځانمرګي برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د داعش ترهګرې ډلې ویلی چې د دغې ډلې یو ځانمرګی بریدګر د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت مخې ته په برید کې بریالی شوی دی.
 
دغه برید تیره ورځ (دوشنبه، حمل ۷) د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه د داوودزي سوداګریز مرکز مخې ترسره شوي.
 
د داعش په وینا په دغه برید کې د «ډیپلوماټانو» په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي.
 
داسلامی امارت دکورنیو چارو وزارت پرون د وژل شویو کسانو شمیر شپږ تنه اعلان کړ.
 
دغه وزارت وايي، یو ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې وژل شوی او خپل چاودېدونکي توکي ته یې چاودنه ورکړ.
 
په کابل کې د ايمرجنسي روغتون چارواکو پرون اعلان وکړ چې د دغه روغتون د جراحۍ څانګې ته د يوه ماشوم په ګډون دوه مړي او ١٢ ټپيان وروړل شوي دي.
 
د تېر هجري لمریز کال د جدې میاشتې په پای کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه چاودنه وشوه، چې پړه یې داعش پر غاړه واخیسته. په دغه برید کې تر ۲۰ ډېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي وو.
 
https://avapress.com/vdcivyarqt1aq52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته