دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 267500
په لغمان ولايت کې څه دپاسه ٢٣٠٠ جريبه ځمکه دحکومت له خوا تثبیت شوه
د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي بورډ د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې څه باندې دوه زره او درې سوه جریبه دولتي ځمکې تثبیت کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: یاد پلاوي د دولتي ځمکو د تشخیص او تصفیې په موخه د دغه ولایت درېیو سیمو ته سفر کړی او څه باندې ۲۳۰۰ جریبه ځمکه یې د غاصبینو له منګولو خلاصه کړې ده.
 
دغه بورډ په علینګار ولسوالۍ کې د یوه کس د کرنیزې ځمکې پر وړاندې د موقتي شمېرې موضوع وڅېړله او پرېکړه وشوه، چې دا موضوع د افرادو تر منځ ده او په شخصي ځمکو پورې اړه نه لري، له همدې امله یاده قضیه محکمې ته راجع شوه.
 
له غونډې وروسته ياد بورډ د بدیع الزمان او شلتک ولسواليو ته لاړ او په مرکزي سيمه کې يې ٧٥ جريبه ځمکه، د بدیع الزمان په سيمه کې ٢٦،٣٢ جريبه ځمکه په بدیع الزمان سيمه کې او د شلتک په سيمه کې ٢٢١٥ جريبه ځمکه تثبيت کړه.
 
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا رامنځته کیدو راهیسې په زرګونو جریبه دولتي ځمکې د غاصبینو څخه بیرته نیول شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcfxed0xw6dvta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته