دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 267501
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د "افغان ولس د جهادي ارزښتونو د ساتنې" په نوم یو اداره جوړه کړه
د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلین وايي، د افغان ولس د جهاد د ژوندي ساتلو په موخه یې د افغان ولس د جهاد د ارزښتونو د ساتنې تر سرلیک لاندې دفتر جوړ کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتوري چارو مرستیال مولوی عتیق الله عزیزی ملی دولتی ټلویزیون ته وویل، په تیرو شلو کلونو کې ۵۰ بهرنیو هیوادونو پر افغانستان یرغل وکړ او د افغانستان پر خلکو یې ظلمونه وکړل، خو د افغانستان مجاهد ولس د دغو يرغلګرو په وړاندې جهاد پيل کړ، اوس اړتیا ده چې دا لاسته راوړنې په یادونو کې پاتې شي او تل پاتې شي. "
 
په ورته وخت کې یو شمېر پوهان د جهادي ارزښتونو ساتنه او انتقال راتلونکي نسل ته د افغان حکومت او خلکو لپاره یو رسالت ګڼي.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت سیاسي کمیسیون له هر اړخیزې ارزونې او مطالعې وروسته د جهادي ارزښتونو د ساتنې طرزالعمل تصویب کړ. جهاد هغه وياړ دی چې په دې وروستيو لسيزو کې د افغانستان خلکو په دې وتوانېد چې په دغه ارزښت سره په خپلو پښو ودرېږي.
 
https://avapress.com/vdcgzu9xqak93n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته