دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۴
د مطلب کود : 267502
د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د واورې، باران او سېلابونو خبرداری
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وړاندوینه کړې، چې نن سه شنبه به د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د نسبتاً سختو واورو او ورښتونو ترڅنګ سېلابونه هم راشي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د نسبتاً سختو واورو او سختو ورښتونو او د واورې ورښت د احتمال خبرداری ورکړی دی.
 
دې رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې نن سه شنبه د حمل په ٨ مه او سبا چهارشنبه په بدخشان، نورستان، تخار، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپيسا، پنجشېر، پروان، بغلان، کابل، لوګر، پکتيا، خوست، پکتیکا، زابل، غزني، میدان وردګ، بامیان، سرپل، دایکندي، ارزګان، غور، فراه، هلمند او کندهار ولايتونو کې د سختو ورښتونو امکان شته.
 
د اعلامیې پر بنسټ، په بېلابېلو ځایونو کې د اورښت اندازه له ۲۰ تر ۵۰ ملي مترو پورې او د واورې اندازه د ۲۰ او ۴۰ سانتي مترو ترمنځ اټکل شوې ده.
 
https://avapress.com/vdchvqnii23n-md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته