دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۵
د مطلب کود : 267527
نتانیاهو تر دوبي پورې د قضايي اصلاحات وځنډول
په نیواکي فلسطین کښې له پراخو اعتراضونو وروسته دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر د قضايي اصلاحاتو د پروګرام له ځنډولو سره موافقه وکړه .
افغان غږ خبری آژانس: د المیادین د خبر له مخې، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د ملي امنیت رئیس ایتامار بین ګوور له یوې غونډې وروسته موافقه وکړه چې د قضايي اصلاحاتو په نوم یاد شوي بدلونونه به وځنډول شي.
 
د راپورونو له مخې دوی د ملي امنیت تر ریاست لاندې د (صهیونیسټ) ملي ګارد پر جوړولو هم هوکړه کړې ده. له بلې خوا صهیونیسټي رسنیو اعلان وکړ چې د موساد پخواني مشر تامیر باردو له نتانیاهو غوښتي چې سمدستي استعفا ورکړي.
 
دصهیونیسټی پوځیانو لوئ درستیز وویل مونږ هیڅکله په اشغال شویو سیمو کښې په دومره ستره پیمانه بهرنی ګواښونه او داخلی شخړې نه دی لیدلی .
 
د بنیامین نتانیاهو د سخت دریځې کابینې د پرېکړو په وړاندې د اعتراضونو په لړ کې د فلسطین په نیواکي سیمو کې د اعتصابونو څپې را وپارولې چې له امله یې د خلکو ژوند له عادي حالت څخه وتلی دی.
 
https://avapress.com/vdcewf8wfjh8pni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته