دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۹
د مطلب کود : 267531
په ننګرهار ولایت کې له څه باندې اته زره کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، د خوړو نړيوال سازمان له لوري له ۸۰۴۲ کورنيو سره د درېيم ځل لپاره ۲۹ ميليونه ۷۵۰ زره ۴۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نن په یو لړ ټویټونو کې په ۸ پیغامونو کې لیکلي چې په دغه ولایت کې له ۸۰۴۲ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
 
د ننګرهار رسنیز دفتر زیاتوي، چې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې له ۸ زره ۴۲ کورنیو سره د درېیم ځل لپاره د ۳۷۰۰ افغانیو نغدي مرسته وشوه.
 
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، دغه مرسته د خوراک نړيوال سازمان له لوري د ننګرهار ولايت د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت تر څارنې لاندې د FGA موسسې په تخنيکي همکارۍ وشوه.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د بهرنيو موسسو په ځانګړي ډول د خوړو نړيوال سازمان له خوا په دغه ولايت کې په زرګونو اړمنو کسانو ته خوراکي توکي او نغدې مرستې وېشل شوې دي
https://avapress.com/vdcjtae8vuqemiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته