دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۴
د مطلب کود : 267535
د ترکیې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې څلور تنه ځانونه کاندید کړي دي
په ترکیه کې د ولسمشرۍ د نوماندۍ لپاره د لاسلیکونو د راټولولو د وخت په پای ته رسیدو سره د دغه هیواد د ولسمشرۍ څلور نوماندان ټاکل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د ترکیې ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو نوم لیکنه، چې له تېرې یکشنبې راهیسې د قانوني سیاسي ګوندونو او ټاکنیزو ایتلافونو له خوا په دوه ډوله معرفي شوې او همدارنګه د سل زره لاسلیکونو له راټولولو وروسته د رایې ورکوونکو له خوا د ترکیې د اتباعو له خوا پیل شوې وه پرون ماښام پای ته ورسیده.
 
د کاندیدانو د نوم لیکنې د وروستۍ نیټې په پای کې څلور تنه کاندیدان وټاکل شول. رجب طیب اردوغان، کمال کلید اوغلو، مهرم انیس او سینان اوغان د ترکیې د ولسمشرۍ د ۱۳مې دورې لپاره د څلورو کاندیدانو په توګه سیالي کوي.
 
د ترکیې ولسمشریزې ټاکنې د روان کال په اپریل میاشت کې ترسره کیږي.
 
https://avapress.com/vdcds50xkyt09k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته