دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 267542
په غور ولايت کې يو قاضي د رشوت په تور له دندې لرې او په بند محکوم شو
د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د استیناف محکمې د مدني محکمې رییس د رشوت اخیستو په جرم له دندې ګوښه او په بند محکوم شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د غور ولایت د والي ویاند مولوی حماس افغان غوري وايي، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د غور ولایت د استیناف محکمې د مدني څانګې رئیس محمد اکبر حکمت د استخباراتو لخوا د رشوت اخیستو په جرم نیول شوی و.
 
ده زياته کړه: دغه کس نيت درلود چې يو سل او پنځوس زره افغانۍ د رشوت په توګه ترلاسه کړي.
 
مولوي حماس څرګنده کړه: دغه سړى د دغه ولايت د ښاري محکمې له خوا په دوه نيم کاله تنفيذي بند او له قضايي دندې څخه په ګوښه کولو محکوم شوى دى.
 
https://avapress.com/vdcbazb55rhb0sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته