دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 267547
ترهګري د افغانستان او نړۍ سولې او امنیت ته تر ټولو جدي ګواښ دی
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو په کابل کې د وروستي ځانمرګي برید په غبرګون کې په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې ترهګري په هر ډول او هره بڼه د افغانستان او نړۍ سولې او امنیت ته تر ټولو جدي ګواښ دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دوشنبې په ورځ (حمل ۷) په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه د چاودنه وشوه، چې د خپرو شویو احصایو له مخې په کې شپږ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
 
داعش د دغه برید مسوولیت منلی دی.
 
د امنیت شورا غړو په یوه بیان کې دغه برید وحشیانه بللی او په کلکه یې غندلی دی.
 
دوی یو ځل بیا ټینګار کړی، چې ترهګري په هره بڼه په افغانستان او همدارنګه د نړۍ د سولې او امنیت پر وړاندې تر ټولو جدي ګواښ دی.
 
د امنیت شورا غړو د دغو «تروریستي» اعمالو د عاملینو، تنظیموونکو، تمویلونکو او ملاتړو ته د ځواب ویلو او د هغوی د محاکمې پر اړتیا ټینګار کړی دی.
 
دوی له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د نړیوالو قوانینو او د امنیت شورا د اړوندو پرېکړه لیکونو له مخې د خپلو مکلفیتونو له مخې له یو بل سره په فعاله توګه همکاري وکړي.
 
د امنیت شورا غړیو ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ هر ډول عمل، له انګیزې پرته، په هر ځای، هر وخت او د هر چا له خوا، جنایت او د توجیه وړ دی.
 
دوی یو ځل بیا پر ټولو هېوادونو ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو د منشور او د نړیوالو قوانینو له مخې د نورو مکلفیتونو په رڼا کې د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې د ترورېزم له ګواښونو او کړنو سره مبارزه وکړي.
 
https://avapress.com/vdcgtu9xuak93n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته