کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان له زندانونو څخه څه باندې ۱۸۰۰ افغانان خوشې شول

9 حمل 1402 ساعت 9:58

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د پاکستان له زندانونو څخه تر ۱۸۰۰ زیات افغان بندیان خوشي شوي دي.


آوا - کابل: د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او په کراچۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ د هڅو په پایله کې ۱۹۰ تنه افغان بندیان له بنده خوشې شوي.
 
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال تکل په وینا، د اسلامي امارت په هڅو او د حکومت په لګښت ۱۸۹۳ تنه افغانان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په تېرو مياشتو کې په پاکستان کې له افغاني اسنادو پرته د کډوالو نيول ډېر شوي وو.
 


د مطلب کود: 267548

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267548/د-پاکستان-له-زندانونو-څخه-څه-باندې-۱۸۰۰-افغانان-خوشې-شول

آوا
  https://www.avapress.com