کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېر کال د لغمان ولایت د پاسپورټ ادارې څه باندې ۶۲ میلیونه افغانۍ راټولې کړې وې

9 حمل 1402 ساعت 10:48

د لغمان ولایت د پاسپورټ ریاست وايي، د تېر کال تر پایه یې ۶۲ میلیونه ۲۷۰ زره ۶۷۵ افغانۍ عواید راټول کړي.


آوا - کابل: د لغمان ولایت د پاسپورټ ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت د پاسپورټ عواید د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ لوړ شوي دي.
 
د لغمان ولایت د پاسپورټ ادارې زیاته کړه، چې د تېر کال د حمل د میاشتې څخه د حوت میاشتې تر پایه ۶۲ میلیونه او ۶۷۵ زره افغانۍ عواید راټول شوي دي.
 
دغه چارواکي زياته کړې، چې دغه پيسې د پخوا په پرتله د پام وړ زياتې شوې او د دولت په حساب کې جمع شوې دي.
 
د لغمان ولایت د پاسپورت ریاست د عوایدو دغه اندازه په داسې حال کې اعلان کړه، چې د پاسپورټ ریاست اعلان کړی و، چې د دغه ریاست ټول عواید لوړ شوي دي.
 
د پاسپورت رياست تر پرانېستل کېدو مخکې د هېواد د نورو ولايتونو اتباعو له کابل ولايت څخه پاسپورټونه ترلاسه کول، خو په هېواد کې د پاسپورټ د وېش بهير له پيلېدو وروسته دغه رياست اعلان وکړ، چې له دې وروسته د هر ولايت وګړي کولى شي پخپل ولایت کې د پاسپورت د مدیریت څخه پاسپورت ترلاسه کړي.
 
باید وویل شي، چې په هېواد کې د پاسپورټونو د وېش بهیر له نږدې یو کال ځنډ وروسته بېرته پیل شو.
 


د مطلب کود: 267555

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267555/تېر-کال-د-لغمان-ولایت-پاسپورټ-ادارې-څه-باندې-۶۲-میلیونه-افغانۍ-راټولې-کړې-وې

آوا
  https://www.avapress.com