دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۹
د مطلب کود : 267567
د سعودي کابینې د شانګهای سازمان د غړیتوب وړاندیز تصویب کړ
د سعودي عربستان کابینې د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د شاملیدو وړاندیز تصویب کړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سعودي دولتي خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي چې د دغه هېواد کابینې د شانګهای د همکاریو سازمان د غړیتوب د طرحې په تصویبولو سره د دغه هېواد د همکارۍ لپاره لومړی ګام پورته کړی دی.
 
د دغه وړانديز په تصويب سره رياض اوس د شانګهای په سازمان کې د مذاکره کوونکی ګوند دی.
 
سرچینې رویټرز ته ویلي چې د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د سعودي عربستان د شاملیدو په اړه د تېر کال په ډسمبر میاشت کې ریاض ته د چین د ولسمشر شي جین پینګ د سفر پر مهال خبرې شوې وې.
 
https://avapress.com/vdciqyaryt1aqw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته