دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۴
د مطلب کود : 267568
شیعه او سني ځوانان د امامزاده یحیی (ع) په زیارت کې د قرآن کریم تلاوت کوي
د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د سلګونو شیعه او سنی ځوانانو په ګډون سره د قرآن عظیم الشان د ختم مراسم د سرپل ولایت د امامزاده یحیی (ع) په زیارت کښې ترسره کیږی.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د امامزاده یحیی (ع) بن زید شهید د حرم د سرپرستۍ استازی سید علی عالم زاده وایی چې د روژې په مبارکه میاشت کې هره ورځ یوه جز د قرآن کریم تلاوت ترسره کیږي.
 
د هغه په ​​وينا، دا مراسم يوازې د وروڼو لپاره دي، چې شمېر يې څو سوو تنو ته رسېږي او شيعه او سني ځوانان په ګډه د خداى ج آياتونه وايي.
 
هغه زیاته کړه؛ د اسلامي امارت د اړوندې سیمې امنیتي ځواکونه هم د دغه قرآن کریم د تلاوت د مراسمو د امنیت په تامین کې مهم رول لوبوي، چې د پروګرام له پیل څخه د زیارت شاوخوا تلاشي کوي.
 
په ورته وخت کې د سرپل بلوڅ کلي یو تن اوسېدونکی عبدالله هم د دغو قرآني پروګرامونو ترسره کېدل د قرآن او عترت د کلتور د ودې لپاره بولي او وايي چې دا ډول پروګرامونه د سرپل ښار په معنوي او کلتوري فضا کې ګټورې اغېزې لري.
 
دا په داسې حال کې ده چې د سرپل ولایت خلک د افغانستان په تاریخ کې فرهنګپال، انقلابي او علمي او نظامي مجاهدین پاتې شوي دي. له بلې خوا په دې ښار کې د امامزاده ګانو ځينې مقدس او لرغوني ځايونه هم شته چې د ګاونډيو ولايتونو د خلکو پام يې ځان ته اړولى دى.
 
https://avapress.com/vdcjmae8ouqemiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته