دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۸
د مطلب کود : 267570
په پروان ولایت کې سیلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي
د پروان ولایت د طبیعي پیښو سره د مبارزې ریاست اعلان کړی چې د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د سیلابونو له امله د استوګنې ۳۵ کورونه ویجاړ شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د تیره شپه (سه شنبه، حمل ۸) په پروان کې د سخت باران له امله سیلابونه راوتلي دي. دې پېښې ځاني زیان نه دی اړولی او یوازې مالي زیان یې اړولی دی.
 
د پروان ولایت د اسلامي امارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، چې د تېرې شپې سېلابونو د چاریکار ښار په شپږمې، نهمې، یوولسمې او دولسمې ناحیو کې د استوګنې ۳۵ کورونه یو څه زیانمن کړي دي. ویل شوي چې دا احصایه لومړنۍ ده.
 
خو د هېواد د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ٢٦ ولايتونو کې د تندر، واورو او سختو سېلابونو ترڅنګ د واورې د ورېدو امکان هم اعلان کړى دى.
 
https://avapress.com/vdccmmqix2bqep8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته