دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۵
د مطلب کود : 267582
د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری؛ د خوراکي توکو د مرستو بندېدل په افغانستان کې د لوږې د بحران لامل کېږي
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) پرون په یوه ټویټ کې اعلان وکړ چې د خوراکي توکو د مرستو بندول به په افغانستان کې د لوږې د بحران لامل شي، چې شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانان یې اغېزمن کړي او تر ۶ میلیونو ډېر خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
افغان غږ خبری آژانس: د خوړو نړیوال پروګرام د سه شنبې په ورځ (حمل ۸) د یو ټویټ په خپرولو سره یو ځل بیا د خوراکي توکو د مرستو د بندولو او هغو پایلو ته چې په افغانستان کې د لوږې د بحران لامل کیږي، خبرداری ورکړ.
 
د دغه بنسټ په وینا د افغانستان خلک اوس د لوږې له څپې سره مخ دي او د مالي مرستو بندول به یو بشري ناورین وي.
 
په همدې حال کې د خوړو د نړیوال سازمان مشر ډیویډ بیسلي ویلي، نړۍ نه شي کولای د بې ساري بحران په دې شېبه کې د افغانستان له خلکو شا کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې د خوړو نړيوال سازمان تر دې مخکې په افغانستان کې د لوږې د زياتوالي په اړه خبرداری ورکړی و او ويلي يې وو، چې اوسمهال د خوړو نړيوال پروګرام د مارچ او اپريل مياشتو لپاره له ٩٣ ميليونو ډالرو کمښت سره مخ دى.
 
دغه راز په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشر ژیاوی لي هم له رویټرز سره په مرکه کې ویلي چې که موږ دغه مرستې بیا ترلاسه نه کړو، نو له «تر ټولو بد حالت» سره به مخ شو.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو د بشري، اقتصادي، اقلیمي او مالي بحرانونو خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو، چې د افغانستان له ۶ میلیونو ډېر وګړي د "لوږې یا قحطۍ" له خطر سره مخ دي.
 
ملګري ملتونه وايي، سږ کال به په افغانستان کې ۲۸ میلیونه او ۳۰۰ زره کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
 
https://avapress.com/vdcfced00w6dvta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته