کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په خوست ولایت کې ۸ زره کورنیو خوراکي توکي ترلاسه کړل

9 حمل 1402 ساعت 14:26

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، په خوست ولایت کې ۸ زره ۲۷ کورنیو ته د خوړو نړیوال سازمان (WFP) له خوا د دغه وزارت په همکارۍ د خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په ۹ ټویټونو کې لیکلي چې په خوست ولایت کې ۸۲۷ اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ورکړل شوي دي.
 
د کډوالو چارو وزارت زیاته کړې، چې دغه کورنۍ د خوست ولایت د شمالي او جنوبي وزیرستان اوسېدونکي وې، چې مرستې یې ترلاسه کړې دي.
 
دغه وزارت زیاته کړې، چې څه موده وړاندې د خوست ولایت د مهاجرینو چارو ریاست هرې کورنۍ ته پنځوس کیلو اوړه، ۶ کیلو دال، ۴ لیتره غوړي او نیم کیلو مالګه مرسته وکړه.
 
داپه داسې حال کې ده چې پرون په ننګرهار ولايت کې څه دپاسه اته زره تنو د خوراک نړيوال سازمان له خوا نغدي مرسته وشوه .
 
د يادونې وړ ده، چې د خوړو نړيوال سازمان د نورو کورنيو او بهرنيو موسسو ترڅنګ په هېواد کې له بې وزلو او اړمنو خلکو سره مرستې کوي، خو د پلازمېنې اوسېدونکي د مرستو له ناسم وېش څخه شکايت کوي.
 


د مطلب کود: 267591

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267591/په-خوست-ولایت-کې-۸-زره-کورنیو-خوراکي-توکي-ترلاسه-کړل

آوا
  https://www.avapress.com