کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوچا: په افغانستان کې وروستیو سیلابونو څه باندې ۷۰۰ کورنۍ زیانمنې کړې دي

9 حمل 1402 ساعت 14:30

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی چې د پسرلي له پیل سره په افغانستان کې سختو بارانونو او سیلابونو څه باندې ۷۰۰ کورنۍ زیانمنې کړي دي.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) نن (چهارشنبه، حمل ۹) په یوه ټوېټ کې لیکلي چې لومړني راپورونه ښيي چې یوازې پرون په اروزګان ولایت کې ۱۰۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.
 
دغه راز د دغه سازمان په وینا، د پسرلي موسم له پیل سره د افغانستان په اوو نورو ولایتونو کې سختو بارانونو او سیلابونو شاوخوا ۶۴۵ کورنۍ زیانمنې کړې دي.
 
اوچا وویل چې مرستندویه ادارې اغیزې ارزوي او د اړتیا په صورت کې مرستې چمتو کوي، خو محدوده بودجه د مرستندویه ادارو وړتیا محدودوي.
 
د بلخ په زارع ولسوالۍ کې وروستیو سېلابونو هم درانه زیانونه اړولي دي. د شمېرو له مخې، په دې ولسوالۍ کې څه باندې پنځه سوه د استوګنې کورونه او څلور زره جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.
 
وروستیو سیلابونو په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د بېلګې په توګه په پروان ولایت کې د سېلابونو له امله د استوګنې ۳۵ کورونه ویجاړ شول


د مطلب کود: 267592

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267592/اوچا-په-افغانستان-کې-وروستیو-سیلابونو-څه-باندې-۷۰۰-کورنۍ-زیانمنې-کړې-دي

آوا
  https://www.avapress.com