افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د کندهار ولایت د ګمرک رئیس مولوی حمدالله حمید وایی، د دې ادارې په سم مدیریت او له فساد سره د مبارزې په پایله کې د دغه ولایت د ګمرک عواید ۱۴ میلیارده ۲۳ میلیونه ٧٤٥ زره افغانیو ته رسېدلی دی.
ده دغه راز زياته کړه: په دغه ګمرک کې اداري فساد تر ډيره حده کم شوى او چارې يې په سمه توګه پرمخ ځي.
په ورته وخت کې د کندهار ښار اوسېدونکي احسان الله حمیدي
افغان غږ خبری آژانس ته وویل: دا ډېره ښه لاسته راوړنه ده چې د فساد د کموالي له امله د دغه ولایت د ګمرک عواید لوړ شوي دي.
هغه زياته کړه، په ګمرکونو کې د مالياتو لوړېدل د وارداتي توکو د بيو د لوړېدو لامل کېږي، چې پر هېوادوالو يې مستقيم اغېز لري او بايد مخه يې ونيول شي.
د کندهار يو بل اوسېدونکي نجيب الله هم
افغان غږ خبری آژانس ته وويل: له هغه وخته چې د کندهار ګمرک عوايد زيات شوي، داسې ښکاري چې په دې اداره کې د فساد مخه نيول شوې او دنده يې ژمن او مسلکي کسانو ته سپارل شوې ده.
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې په ګمرکونو کې باید پر وارداتي توکو ګمرکي تعرفې کمې شي.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد تر ټولو مهم عوايد د ګمرکي تعرفو په ګډون د ماليې له سکټور څخه ترلاسه کېږي.