دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۶
د مطلب کود : 267622
ملګري ملتونه په افغانستان کې د معتادینو د درملنې لپاره ۲۴ مرکزونه جوړوي
په افغانستان کې د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو دفتر اعلان کړی، چې د نشه يي توکو د روږدو کسانو د بیارغونې له پروګرام سره د مرستې په موخه به په بېلابېلو ولایتونو کې د روږدو کسانو د درملنې ۲۴ مرکزونه تر پوښښ لاندې راولي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې دفتر اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې به په نشه يي توکو د روږدو کسانو د بیارغونې له پروګرام سره د مرستې په موخه د روږدو د درملنې ۲۴ مرکزونه جوړ کړي.
 
دغه دفتر همداراز زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په مرسته دغو مرکزونو ته خوراکي توکي، د تودولو وسایل، د روغتیا ساتنې مواد او درمل ورکوي. د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې دفتر هم ادعا کړې، چې اوسمهال درې میلیونه او ۵۰۰ زره کسان چې د افغانستان د ټول نفوس لس سلنه جوړوي، په نشه يي توکو روږدي دي.
 
د دغه راپور په دوام کې راغلي دي: د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد د میاشتې له سیاسي بدلونونو وروسته، د معتادینو د درملنې مرکزونه د محدودو منابعو له امله خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي، له همدې امله دغه دفتر د ملګرو ملتونو په همکارۍ پراخ تدارکاتي عملیات ترسره کړل.
 
د ملګرو ملتونو له جرمونو او نشه يي توکو سره د مبارزې د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه نوی پروګرام به لږ تر لږه تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې د معتادینو د درملنې له مرکزونو سره مرسته وکړي، څو هغه کسان چې د نشه‎يي توکو له کارونې زیانمن شوي، روغتیايي خدمات، درمل او اړینې سرچینې ترلاسه کړي.
 
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې د شمېرو له مخې، په ۲۰۰۱ کال کې په دغه هېواد کې د کوکنارو تر کښت لاندې اندازه څه باندې اته زره هکتاره وه، خو پر افغانستان د امريکا له بريد وروسته د نشه يي توکو د توليد کچه نه يوازې لوړه شوه، بلکې په حیرانونکي سرعت سره زیات شول او په ۲۰۱۷ کال کې د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکه ۲۲۴ زره هکتاره ته لوړه شوه.
 
په افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا تاسیس سره سم «هبت الله اخندزاده» په ټول افغانستان کې د کوکنارو د کښت د بندولو فرمان صادر کړ. په دې اعلامیه کې ټینګار شوی چې که څوک له دغه حکم څخه سرغړونه وکړي، د اسلامي شریعت له مخې به ورسره چلند وشي.
 
https://avapress.com/vdcau0nuu49nii1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته