د کډوالو د نړیوال سازمان سیمه ایز همغږي کوونکي د ازبکستان د جمهور رئیس له ځانګړي استازي سره په کتنه کې وویل چې ازبکستان په افغانستان کې د اوږدمهاله او باثباته سولې په رامنځته کولو کې اساسي رول لوبوي.
د کډوالو نړیواله اداره: ازبکستان په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې رول لوبوي
10 حمل 1402 ساعت 9:41
د کډوالو د نړیوال سازمان سیمه ایز همغږي کوونکي د ازبکستان د جمهور رئیس له ځانګړي استازي سره په کتنه کې وویل چې ازبکستان په افغانستان کې د اوږدمهاله او باثباته سولې په رامنځته کولو کې اساسي رول لوبوي.
آوا - کابل: د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف د کډوالو د نړیوال سازمان (IOM) سیمه ییز همغږي کوونکي زینال حاجیاف سره وکتل.
د اعلامیې پر بنسټ، حاجیاف په افغانستان کې د اوږدمهاله او باثباته سولې په رامنځته کولو کې د ازبکستان پر مهم رول ټینګار وکړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان په ګډون د ازبکستان او د کډوالو د نړيوال سازمان ترمنځ د اړيکو پر اوسني حالت او امکاناتو هم خبرې وکړې.
د يادونې وړ ده، چې د کډوالو نړيوال سازمان په افغانستان کې فعال حضور لري او له هغو کډوالو سره مرسته کوي، چې له نورو هېوادونو څخه ایستل شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي.
د مطلب کود: 267623