دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 267624
چین او برازیل له خپل تجارت څخه ډالر لرې کړل
د چین او برازیل حکومتونو د یوې موافقې له مخي اعلان وکړ چې له مخې به یې د دواړو هیوادونو ترمنځ له سوداګرۍ څخه امریکایي ډالر لیرې شي. دا تړون دواړو خواوو ته دا اختیار ورکوي چې له یو بل سره په چینایي اسعارو (یوآن) یا د برازیل رئال کې تجارت وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د چین او برازیل حکومتونو د چهارشنبې په ورځ د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۲۹ نیټه د یوه هوکړه لیک له مخې د دواړو هیوادونو تر منځ له سوداګرۍ څخه امریکایی ډالر لیرې کړل.
 
د AFP په وینا، دا تړون د چین ولسي جمهوریت ته، په اقتصادي ډګر کې د متحده ایالاتو د اصلي ستراتیژیک سیال په توګه، او برازیل چې په سیمه کې د لاتینې امریکا په توګه پیژندل کیږي د لوی اقتصاد په توګه، د یو بل سره د سوداګرۍ واک ورکوي.
 
د برازیل د سوداګرۍ او پانګونې د ودې ادارې (ApexBrasil) په یوه بیان کې وویل: "توقع کیږي چې دا تړون لګښتونه کم کړي، دوه اړخیزه سوداګرۍ ته وده ورکړي او پانګه اچونه اسانه کړي."
 
اوس مهال برازيل د چين تر ټولو لوی سوداګريز ملګری دی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د توازن په اړه خپاره شوي احصايې ښيي چې چين او برازيل يوازې په ۲۰۲۲ کال کې له يو بل سره سوداګريزې راکړې ورکړې لري چې ارزښت يې څه دپاسه ۱۵۰ مليارډو يوانو ته رسېږي.
 
د چين او برازيل ترمنځ د وروستۍ موافقې په اړه د چهارشنبه په ورځ د راپور په دوام، اي ايف پي ليکلي چې د دغو دواړو هېوادونو چارواکو د ياد شوي سوداګريز تړون د لاسليکولو اعلان د چين او برازيل د سوداګرۍ په فورم کې چې په بېجينګ کې موقعيت لري؛ لاسليک کړ. ټاکل شوې وه چې د برازیل کیڼ اړخی ولسمشر لوئیس لولا دا سلوا په دې غونډه کې ګډون وکړي، خو هغه د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سینه بغل له امله به ګډون ونه کړي.
 
د برازیل او چین چارواکو هم اعلان وکړ چې له اوس څخه به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اسعارو تبادله د چین د صنعتي او سوداګریز بانک یا د برازیل د مخابراتو بانک له لارې ترسره شي.
 
په دې وروستيو وختونو کې په تېره بيا په تېرو مياشتو کې د چين ولسي جمهوريت وکولای شول چې د روسيې، سعودي عربستان او پاکستان په ګډون له ځينو نورو هېوادونو سره د اسعارو د تبادلې په اړه ورته هوکړې ته ورسېږي.
 
د بېلګې په توګه، د تېر کال په ډسمبر کې سعودي عربستان ته د چين د ولسمشر شي جين پينګ له سفر وروسته، دواړو هېوادونو موافقه وکړه چې له چينايي يوانو سره د تېلو تبادله وکړي.
 
له همدې امله د چین او سعودي عربستان ترمنځ د تېلو د څو لویو قراردادونو له پای ته رسېدو وروسته چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو لاسلیک شول، یو شمېر اقتصادي او سیاسي کتونکي دا مني چې د دغو تېلو د تړونونو یوه اغېزه په نړیواله سوداګرۍ کې د ډالر د موقف کمزوری کول دي.
 
https://avapress.com/vdccimqi02bqee8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته