دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 267625
اروپايي ټولنې افغانستان ته سل ټنه طبي توکي او تجهیزات ولېږل
د اروپايي ټولنې د بشري مرستو دفتر اعلان کړی، چې افغانستان ته د اروپايي ټولنې د ۱۰۰ ټنه طبي مرستو یوه الوتکه کابل ته را رسېدلې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اروپایی ټولنې د بشری چارو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې په دې الوتنه کې د طبی مرستو توکی او نور تجهیزات شامل دی.
 
د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې، دا ۲۸مه الوتنه ده، چې کابل ته د بشري مرستو د هوايي پله له لارې طبي مرستې لېږدوي.
 
د اروپايي ټولنې روغتيايي مرستې په افغانستان کې د روغتيا نړيوال سازمان دفتر ته سپارل کېږي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته د مرستندویه موسسو له خوا په روغتیايي مرستو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
 
https://avapress.com/vdcdx50xkyt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته