دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 267627
په افغانستان کې د تنفسي ناروغیو څه باندې ۴.۳ میلیونه پېښې ثبت شوې دي
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې د تېر کال په ژمي کې د سختې یخنۍ له امله د تنفسي ناروغیو څه باندې ۴.۳ میلیونه پېښې ثبت شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د روغتیا د نړیوال سازمان افغانستان څانګې پرون (مارچ ۲۹) په یوه راپور کې وویل چې په سلو کې ۴۵ ناروغان له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دی.
 
په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د تنفسي ناروغیو د ډېرېدو اصلي لامل ډېره یخنۍ ده.
 
د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د دغو ناروغیو له امله د مړینو احصایه نه ده خپره شوې، خو د دغه سازمان په راپور کې راغلي، چې د دغه سازمان د طبي څانګې کارکوونکي په ټول افغانستان کې په دندو بوخت دي او ګڼو ناروغانو ته یې انټي بیوټیکونه توزیع کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcf0ed0ew6dvva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته