دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 267635
په څلورو ولایتونو کې څه باندې ۴۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه
په هېواد کې د کوکنارو د کروندو تر له منځه وړلو وروسته د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په لغمان، بغلان، فراه او اروزګان ولایتونو کې له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو څه باندې ۴۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت د هېواد په څلورو ولایتونو کې له څلویښت جریبه څخه د زیاتو ځمکو د کوکنارو د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
 
د کورنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې ۱۸ جریبه، د بغلان ولایت په تاله او برفک ولسوالیو کې ۱۲ جریبه، د فراه ولایت په بالابلوک او خاک سفید ولسوالیو کې ۹ جریبه ځمکه او د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې يې درې جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړي.
 
تر دې مخکې هم د هېواد په لوېديځ کې په هرات ولايت کې څه باندې ٢٢٠ جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې وه.
 
د یادولو وړ ده چې د کوکنارو د اړولو لړۍ وروسته له هغه پیل شوه چې د اسلامي امارت د رهبرۍ هیئت مشر ملاهبت الله اخندزاده د نشه يي توکو په کښت او تولید بندیز ولګاوه چې په پایله کې یې په ټول هیواد کې په سلګونو جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاک شوه.
 
https://avapress.com/vdcexf8wnjh8ppi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته