دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۰
د مطلب کود : 267643
د نوي کال په جریان کې، طبیعي پیښو د ۱۰ کسان وژلي او ۷۶ ټپیان کړي
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت اعلان کړی، چې د نوي میلادي کال له پیل راهیسې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۷۶ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي رسنیو ته په استول شوي ویډیو کې ویلي چې طبیعي پیښو په تیرو اتو ورځو کې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
 
ده زياته کړه: د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې د هېواد په ٢٣ ولايتونو کې د اورښتونو، سيلابونو او زلزلو له امله ١٠ تنه وژل شوي او ٧٦ تنه نور ټپيان شوي دي او څه دپاسه ١٧٠٠ د استوګنې کورونه او ٢٢ زره جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې دي.
 
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند زیاته کړه چې دغه وزارت د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ له ۵۳ زره زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته کړې ده.
 
خو په دې وروستیو کې په ارزګان او نیمروز ولایتونو کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی، چې د پرله پسې اورښتونو او سیلابونو له امله په دغو ولایتونو کې تر ۳۰۰ زیاتو کورنیو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
 
https://avapress.com/vdcdo50xsyt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته