دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 267644
له هرات څخه څه باندې ۷۶ ټنه بېلابېل توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي
د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، تېر کال یې له ۷۶ ټنو ډېر بېلابېل توکي بهر ته صادر کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر محمد یونس غازی زاده وایی، تېر کال (۱۴۰۱) له هرات ولایت څخه څه باندې ۷۶ ټنه بېلابېل توکي صادر شوي دي.
 
هغه زياته کړه، چې د دې صادراتو ارزښت ١٠٢ ميليونه ډالره دى.
 
غازي زاده دا هم وويل چې په دغو صادراتي توکو کې حيواني محصولات، وچه مېوه، طبي بوټي، دانه، کشمش، سيس، مرمر، ډبرو سکاره، زعفران، غالۍ، تازه مېوې، غير الکولي مشروبات و اسيايي، اروپايي او امريکا صادر شوي دي.
 
په همدې حال کې د هرات سیمه ییز چارواکي بهرنیو هېوادونو ته د دغه ولایت د صادراتو د زیاتوالي د هرکلي ترڅنګ ټینګار کوي چې له سوداګرو سره به د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې هر اړخیزه مرسته او همکاري وکړي.
 
هرات ولایت د هېواد په لوېدیځ کې یو له نسبتاً خوندي او عایداتي ولایتونو څخه دی چې دولت یې هر کال له بېلابېلو سکتورونو څخه لوړ عاید لري. یوه پروسه چې د هیواد اقتصادي وضعیت سره مرسته کوي.
 
https://avapress.com/vdceef8wejh8ppi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته