دخپریدو نیټه :جمعه ۱۱ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۵
د مطلب کود : 267692
د یو شمېر امنیتي ځواکونو له خوا د یونیفورم د نه کارولو په اړه د ښاریانو اندېښنې
د هېواد اوسېدونکي وايي، چې امنيتي ځواکونو ته د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو له خوا د ځانګړو پوځي يونيفورمونو له وېش سره سره يو شمېر دغه ځواکونه په شخصي جامو کې په کابل ښار کې لیدل کیږي، چې له امله يې غله او نور غیر مسؤل کسان ګټه پورته کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د کابل ښار یو اوسیدونکی صابر رضایي له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل چې په کابل ښار کې د یو شمیر امنیتي ځواکونو له یونیفورم پرته ګزمې د دې لامل شوي چې غله او غیر مسوول کسان له دې فرصته ګټه پورته کړي او خلک وځوروي.
 
هغه زياته کړه: د امنيتي ځواکونو د ځانګړو يونيفورمونو په لرلو سره به په هېواد کې جرمونه کم شي، ځکه هغه کسان چې له دې فرصتونو څخه ګټه اخلي نور نه شي کولى.
 
رضايي په دې خبرې سره چې امنيتي مسوولين بايد د امنيتي ځواکونو نظم ته جدي پاملرنه وکړي، زياته کړه چې د ځينو امنيتي ځواکونو د يونيفورم نشتوالى د هېواد د لويو ښارونو د امنيت د ګډوډۍ سبب کېږي.
 
په همدې حال کې د کابل ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکي قدرت الله له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وويل، چې امنيتي ځواکونه بايد د جامو په برخه کې د ټولنې له نورو غړو سره توپير ولري، که نه مجرمين به له دې فرصت څخه ناوړه ګټه پورته کړي.
 
د کابل ښار دغه اوسېدونکی ټینګار کوي چې د امنیتي ځواکونو د منظم یونیفورم درلودل به له خلکو سره همکاري وکړي او په هېواد کې به د بېلابېلو جرمونو مخه ونیسي.
 
د پوځي چارو کارپوه نورالله ابراهیم خېل هم له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې د امنیتي ځواکونو لپاره ځانګړي یونیفورم مهم وباله او زیاته یې کړه چې په اوسني وضعیت کې د امنیت د تامین او په ټولنه کې د نظم د ټینګښت لپاره په ځانګړو یونیفورمونو سمبال امنیتي ځواکونه اړین دي.
 
هغه زياته کړه: له نظم او يونيفورم پرته امنيتي ځواکونه په هېواد کې د جرمونو مخه نه شي نيولى، ځکه په هر نظام کې په ټولنه کې د امنيت د ټينګښت لپاره منظم يونيفورم لرونکي امنيتي ځواکونه لری.
 
ومو غوښتل چې په دې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر هم واخلو. خو د پرله پسې زنګونو په کولو سره مو د دې امنیتي چارواکي نظر ترلاسه نه کړ.
https://avapress.com/vdchwqnii23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته