کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان کې د لاسي بم چاودنې شپږ تنه وژلي او ټپيان کړي دي

11 حمل 1402 ساعت 14:09

د جوزجان ولایت چارواکي وايي، د دغه ولایت د غور تیپه ولسوالۍ کې د نجونو د یوه لومړني ښوونځي په ټولګي کې د لاسي بم د چاودنې له امله دوه زده کوونکي وژل شوي او څلور نور زده کوونکي ټپیان شوي دي.


آوا - مزارشریف: د جوزجان د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو مسوول قاري عبدالستار حلیمي وايي، د تېرې چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په غور تپې ولسوالۍ کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
ده زياته کړه: په دې چاودنه کې له اته کلنۍ څخه ښکته دوه ماشومان شهيدان او څلور تنه نور ټپيان شول.
 
د جوزجان د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې ماشومانو له يوه نامعلوم ځاى څخه لاسي بم موندلى او لوبې يې کولې.
 
سيمه ييزو سرچينو دغه پيښه تاييد کړه او ويې ويل چې په دې پيښه کې دوه تنه ماشومان شهيدان او شپږ تنه نور ټپيان شول.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان په يو شمېر سيمو کې اوس هم د جګړې له وخته ناچاوده ماينونه شته او هر کال يې قرباني اخلي.


د مطلب کود: 267697

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267697/په-جوزجان-کې-د-لاسي-بم-چاودنې-شپږ-تنه-وژلي-او-ټپيان-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com