کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هند کې د یوه معبد د نړېدو له امله ۳۵ تنه وژل شوي دي

11 حمل 1402 ساعت 14:13

هندي چارواکو ویلي دي چې په دغه هیواد کې د یوه معبد د نړېدو له امله ۳۵ تنه وژل شوي دي.


آوا: هندي چارواکو ویلي، چې دغه پېښه د مدهیا پردیش ایالت په اندور سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
 
ویل کېږي چې له دغه معبد څخه د ۳۵ هندو عبادت کوونکو جسدونه ایستل شوي دي.
 
هغه زیارت کوونکي چې په دې معبد کې یې د رام نومي په مراسمو کې برخه اخیستې وه، د دې معبد د نړېدو له امله مړه شول.
 
ځايي چارواکي وايي چې دغه معبد دومره ګڼه ګوڼه نه شوای ځایولای.
 
له سلو څخه زیاتو ژغورونکو د پیدا شوي کندې څخه د اوبو له ایستلو وروسته د ۳۵ کسانو جسدونه را ایستلي دي. ویل کیږي چې ځیني لادرکه هم دي.


د مطلب کود: 267698

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267698/په-هند-کې-د-یوه-معبد-نړېدو-له-امله-۳۵-تنه-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com