دخپریدو نیټه :جمعه ۱۱ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۳
د مطلب کود : 267698
په هند کې د یوه معبد د نړېدو له امله ۳۵ تنه وژل شوي دي
هندي چارواکو ویلي دي چې په دغه هیواد کې د یوه معبد د نړېدو له امله ۳۵ تنه وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: هندي چارواکو ویلي، چې دغه پېښه د مدهیا پردیش ایالت په اندور سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
 
ویل کېږي چې له دغه معبد څخه د ۳۵ هندو عبادت کوونکو جسدونه ایستل شوي دي.
 
هغه زیارت کوونکي چې په دې معبد کې یې د رام نومي په مراسمو کې برخه اخیستې وه، د دې معبد د نړېدو له امله مړه شول.
 
ځايي چارواکي وايي چې دغه معبد دومره ګڼه ګوڼه نه شوای ځایولای.
 
له سلو څخه زیاتو ژغورونکو د پیدا شوي کندې څخه د اوبو له ایستلو وروسته د ۳۵ کسانو جسدونه را ایستلي دي. ویل کیږي چې ځیني لادرکه هم دي.
https://avapress.com/vdcdn50xjyt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته