کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د متحده عربي اماراتو بشري مرستې کابل ته راورسېدې

12 حمل 1402 ساعت 11:45

د کابل په هوايي ډګر کې د اسلامي امارت د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال نماینده رسنیو ته ویلي چې د متحده عربي اماراتو ۳۸.۵ ټنه بشري مرستې چې خوراکي توکي، جامې او درمل پکې بار وو، پرون د کابل هوايي ډګر ته راورسېدل.


آوا - کابل: د رئیس الوزرا د اقتصادی مرستیال نماینده مولوی عبدالله عزام تېر ماښام (جمعه، حمل ۱۱) د حامد کرزی په نړیوال هوایی ډګر کې وویل، چې له متحده عربی اماراتو څخه ترلاسه شوې مرستې به د افغانستان له خلکو سره شریکې کړی او اړوندو وزارتونو او ادارو ته یه وسپارل شي او په شفاف ډول د اړمنو او اغیزمنو هیوادوالو ترمنځ وویشل شي.
 
نوموړی د افغانستان له بې وزله خلکو سره د متحده عربي اماراتو د بشردوستانه مرستو هرکلی کوي او دا ډول کړنې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لامل بولي.
 
مولوي عبدالله عزام د خپلو خبرو په ترڅ کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د بندیزونو او فشارونو پر ځای له افغانانو سره د دوه اړخیزو اړیکو او تعامل لاره غوره کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ هم له اروپايي ټولنې څخه د څه باندې سل ټنه طبي مرستې، چې تجهیزات، درمل او نور په کې شامل وو، کابل ته راورسېدل.


د مطلب کود: 267717

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267717/د-متحده-عربي-اماراتو-بشري-مرستې-کابل-ته-راورسېدې

آوا
  https://www.avapress.com