دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 267718
مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو له استازي سره په کتنه کې:

موږ په خبرو او ټول شموله نظام باور لرو/اسلامي امارت باید په رسمیت وپېژندل شي

موږ په خبرو او ټول شموله نظام باور لرو/اسلامي امارت باید په رسمیت وپېژندل شي
د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت په خبرو باور لري او هم په ټول شموله نظام باور لري. د ده په وینا، اسلامي امارت ټول شرایط پوره کړي او باید د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت وپېژندل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د جمعې په ورځ (حمل ١١) د ملګرو ملتونو د سازمان له پلاوي سره په کتنه کې وویل: چې اسلامي امارت ټول شرطونه پوره کړي او باید په رسمیت وپېژندل شي.
 
د رئیس الوزرا د دفتر سياسي مرستيال له افغانستان سره د ملګرو ملتو د بشردوستانه مرستو له امله مننه وکړه او ويې ويل: بشري مرستې بايد په سياسي مسايلو پورې تړلې نه وي. افغانستان د ملګرو ملتونو فعال غړی دی او هیله من دی چې د نړیوالې ټولنې یو فعال غړی پاتې شي.
 
هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره فعال تعامل غواړي. خو ملګري ملتونه باید پر اسلامي امارت او د هغه پر چارواکو لګول شوي بندیزونه لرې کړي، ځکه دا کار د تفاهم مخه نیسي او په دې برخه کې د یوناما هڅې مهمې دي.
 
د نوموړي په وینا، اسلامي امارت ټول شرایط پوره کړي او باید په رسمیت وپېژندل شي.
 
د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال ډاډ ورکړی چې افغانستان به د هیڅ هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي.
 
هغه په ​​ډاګه کړه، چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد ونه کارول شي.
 
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت په خبرو باور لري، سیاسي مخالفین یې بښلي، د افغان شخصیتونو د راستنیدو لپاره یې زمینه برابره کړې او تر دې مهاله دا بهیر ښه پر مخ روان دی. هغه په ​​ټول شموله سیسټم باور لري او غواړي چې د تخصص پر بنسټ پریکړې وکړي.
 
نوموړي په دې وروستیو کې ویلي چې داعش یو نړیوال ګواښ دی، خو اسلامي امارت په افغانستان کې د دوی ریښې وچې کړي دي.
 
له بلې خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي په دې غونډه کې وویل چې له افغانستان سره به د دغه سازمان بشري مرستې دوام ولري.
 
مېرمن روزا اوتونبایوا د خبرو او تفاهم له لارې د افغانستان د ستونزو پر حل ټینګار وکړ او ویې ویل چې ملګري ملتونه به په دې برخه کې کار وکړي.
 
په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر خیرالله خیرخواه، د اسلامي امارت لوړپوړي غړي انس حقاني او د یوناما سیاسي مرستیال مارکس پوتزل هم حضور درلود.
https://avapress.com/vdcgqu9x7ak93u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته