کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان او نورو هیوادونو کې د امریکا پوځي شتون د ناورین لامل شو

12 حمل 1402 ساعت 12:06

د روسیې د امنیت شورا مرستیال په خپله وروستۍ وینا کې ویلي، چې په افغانستان، عراق او افریقايي هېوادونو کې د امریکا پوځي حضور د یوه ناورین لامل شوی، لکه څنګه چې له اوکراین سره د ناټو او امریکا ملاتړ هم نن ورځ د یوه ناورین لامل شوی دی.


آوا - کابل: د روسیې د امنیت شورا مرستیال دمیتري مدودف په خپل ټلګرام چینل کې یو پیغام خپور کړی او لیکلي یې دي: په افغانستان، عراق او افریقايي هیوادونو کې د امریکا پوځي حضور د یوه ناورین لامل شوی دی او له اوکراین سره د امریکا او ناټو ملاتړ هم د یوه ناورین لامل شوی دی.
 
هغه دا هم وویل چې که په اوکراین کې د ناټو سوله ساتي ځواکونه ولیدل شي، دوی به یې مشروع هدف وګڼل شي.
 
مدودف څرګنده کړه چې د ناټو ځواکونه به په مستقیم ډول په نښه شي که چیرې دوی د اوکراین سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې وي.
 
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان ویلي وو چې د اروپايي اتحادیې هېوادونه اوکراین ته د «سولې ساتونکو ځواکونو» د لېږلو په اړه له پخوا څخه د رد شوې موضوع په اړه خبرو ته نږدې شوي دي.


د مطلب کود: 267719

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267719/په-افغانستان-او-نورو-هیوادونو-کې-د-امریکا-پوځي-شتون-ناورین-لامل-شو

آوا
  https://www.avapress.com