دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۷
د مطلب کود : 267722
مسلکي کسان باید د آزاد رقابت پر بنسټ په دفترونو کې وګمارل شي
د اسلامي امارت د تنظیم او معاشونو د تنظیم کمیسیون په دفترونو کې د ازاد رقابت له لارې د مسلکي کسانو پر ګمارلو ټینګار کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کمېسیون د کابل ښاروالۍ د استازو په حضور کې د ۱۴۰۲ مالي کال پر مالي پلان بحث وکړ.
 
د دغه کمیسیون غړو همداراز د آزاد رقابت، رعایتي معاشونو، د ښاروالۍ د ۱۴۰٢ کال لپاره د تثبیت او ټاکلې کوټې له لارې د تخنیکي او مسلکي پوستونو د کارولو په اړه هم خبرې وکړې.
 
د اسلامي امارت د تشکیلاتو او تقاعد د تنظیم کمیسیون ټینګار کړی چې د آزاد رقابت له لارې د مسلکي او تخصصي کارکوونکو استخدام، په دقیق او شفاف ډول د عوایدو راټولولو، پاکوالي، د کابل ښار شنه کولو او د هیوادوالو لپاره د غوره خدمتونو وړاندې کولو ته باید جدي پاملرنه وشي.
https://avapress.com/vdcb5zb55rhb0zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته