کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په اروزګان ولايت کې يو روغتيايي مرکز پرانستل شو

12 حمل 1402 ساعت 12:40

د اروزګان د عامې روغتیا ریاست اعلان کړی چې د روغتیا نړیوال سازمان په مالي مرسته په دغه ولایت کې لس روغتیايي مرکزونه پرانستل شوي دي.


آوا - کابل: د باختر دولتي خبري آژانس د خبر له مخې د اروزګان ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمدالله روحاني ویلي چې دغه مرکزونه د اروزګان ولایت په چوري، چنارت، چهارچینو، خاص اروزګان او دهراوود ولسوالیو کې جوړ شوي دي.
 
د اروزګان ولايت د عامې روغتيا رئيس زياته کړه، چې د يادو مرکزونو په پرانيستلو سره به د خوارځواکۍ، نسايي او ولادي ناروغانو د درملنې، عمومي درملو، جراحي او رواني مشورې اسانتياوې رامنځته شوې دي.
 
په اروزګان ولايت کې دا لس روغتيايي مرکزونه داسې مهال پرانيستل کېږي، چې د هېواد په لرو پرتو سيمو کې ډېرى ښاريان د روغتيايي مرکزونو او کافي طبي وسايلو له نشتوالي شکايت کوي.


د مطلب کود: 267726

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267726/په-اروزګان-ولايت-کې-يو-روغتيايي-مرکز-پرانستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com