کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مرکزي بانک به سبا ۱۴ میلیونه ډالره لیلام کړی

12 حمل 1402 ساعت 14:20

د هېواد مرکزي بانک اعلان کړی، چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ثبات د ساتلو په موخه به د یکشنبې په ورځ (حمل ۱۳) ۱۴ میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په بڼه وپلوري.


آوا - کابل: نن شنبه د هېواد مرکزي بانک په خپله ټوېټر پاڼه کې په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د افغانیو د ثبات د ساتلو په موخه به سبا ۱۴ میلیونه ډالر لیلام کړي.
 
دغه بانک په اعلاميه کې له مستحقو بانکونو او د تبادلې له شرکتونو او د پيسو له خدمتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
 
د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
 
په اعلامیه کې راغلي: "د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملو جزوي تصفیه اجازه نه لري. د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې د خپل پور پیسې یو ځل په نغدو پیسو د افغانستان بانک افغانستان ته وسپاري.
 
د يادونې وړ ده، چې مرکزي بانک د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ثبات د ټينګښت په موخه هره اونۍ په مليونونو ډالر پلوري.


د مطلب کود: 267743

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267743/مرکزي-بانک-سبا-۱۴-میلیونه-ډالره-لیلام-کړی

آوا
  https://www.avapress.com