کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روغتیا نړیوال سازمان باید له افغانانو سره د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په لوړولو کې همکاري وکړي

12 حمل 1402 ساعت 14:36

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا د نړیوال سازمان له استازي سره په کتنه کې له دغه سازمان څخه وغوښتل چې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي په خاطر له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندرآباد د روغتیا د نړیوال سازمان له استازی سره په کتنه کې له دغه نړیوال سازمان څخه وغوښتل چې د روغتیایی خدمتونو د کیفیت په لوړولو کې له افغانستان سره همکاری وکړی.

 
د عامې روغتیا وزیر هم په دې کتنه کې وویل چې اسلامي امارت هڅه کوي د باکیفیته روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو سره د ناروغانو د تګ مخه ونیسي.
 
په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د طبي بنسټونو د روڼتیا او حساب ورکونې په اړه هم خبرې وکړې.
 
په افغانستان کې د جمهوریت له ړنګیدو وروسته د دغه هیواد روغتیایی سیستم د اقتصاد او اسانتیاوو له پلوه په بد حالت کې و. د خپرو شويو راپورونو له مخې، په ولايتونو کې ډېرى روغتيايي مرکزونه د درملو د کمښت او د اسانتياوو د نشتوالي له امله تړل شوي دي.


د مطلب کود: 267747

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267747/د-روغتیا-نړیوال-سازمان-باید-له-افغانانو-سره-روغتیايي-خدمتونو-کیفیت-په-لوړولو-کې-همکاري-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com