دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 267748
د ایران اسلامي جمهوریت شل تنه افغان بندیان اسلامي امارت ته وسپارل
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت استازی په نیمروز کې وايي، چې د ایران له زاهدان زندان څخه د «شاګردانو، علماوو او عامو خلکو په ګډون شل تنه» خوشې او اسلامي امارت ته وسپارل شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه افغانان له خوشي کیدو وروسته په زرنج ښار کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت استازي ته وسپارل شول.
 
د نيمروز ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس مولوي صديق الله نصرت وويل، چې دغه کسان يې له دې امله نيولي، چې قانوني اسناد يې نه درلودل او د ايران په زاهدان ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ د مسوولينو د هڅو په پايله کې دغه کسان آزاد شوي.
 
نوموړي همدا راز د مهاجرت نړیوال سازمان ته د خوشي شویو افغانانو د ورپیژندلو اعلان هم کړی دی، څو د مرستې ترلاسه کولو لپاره یې مرسته وکړي.
 
په دې وروستیو اونیو کې په سلګونو افغانان د ایران او پاکستان له زندانونو راخوشې او اسلامي امارت ته سپارل شوي دي.
https://avapress.com/vdcjxae8ouqemaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته