دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۱
د مطلب کود : 267751
د پکتيکا ولايت د احصايې او اطلاعاتو رياست عوايد تېر کال ۷۵ سلنه زيات شوي دي
د پکتيکا ولايت د احصايې او اطلاعاتو رياست چارواکي وايي، تېر کال يې د برېښنايي او کاغذي تذکرو د وېش له لارې څه باندې ۱۵ ميليونه افغانۍ راټولې کړې چې د تېرو کلونو په پرتله ۷۵ سلنه زياتوالی ښيي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پکتیکا د احصایې او اطلاعاتو رئیس مولوي فیض محمد صمیم وايي، چې په ۱۴۰۱ کال کې د دې ریاست عواید پنځلس میلیونه او یو سل زره افغانۍ وو، په داسې حال کې چې تیر کال دغه ریاست یوازې پنځه میلیونه عواید درلودل. 
 
صميم زياته کړه، چې په تېر يوه کال کې يې د پکتيکا ولايت خلکو ته ٣٠ زره برېښنايي تذکرې او ٥٧ زره کاغذي تذکرې وېشلي، چې ټولټال يې ١٥ ميليونه افغانيو ته رسېږي.
 
په همدې حال کې د فراه ولايت د احصايې او اطلاعاتو رييس قاري محمد يوسف هم ملي تلويزيون ته وويل چې په ١٤٠١ لمريز کال کې يې د برېښنايي او کاغذي تذکرو د وېش له لارې ١٨٤٣٤٩٠٠ افغانۍ راټولې کړې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د پکتيکا ولايت د احصايې او اطلاعاتو پر رياست سربېره د نورو دولتي ادارو عوايد هم د تېر حکومت په پرتله ډېر شوي دي.
https://avapress.com/vdcdk50xfyt0956.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته