کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې د سریلانکا په وړاندې ماتې وخوړه

13 حمل 1402 ساعت 13:12

د افغانستان د کرکټ نولس کلنو ملي لوبډلې تېره شپه د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې د سریلانکا د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې ته په ۵۰ منډو ماتې ورکړه.


آوا: د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې د سریلانکا د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې ته په ۵۰ منډو ماتې ورکړه.
 
دا لوبه تېره شپه ۱۲ بجې د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې ترسره شوه.
 
په دې لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه پیل کړه او سریلانکا ته یې د ۲۳۲ منډو هدف وټاکه.
 
د سریلانکا لوبډلې وکولای شول یوازې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۸۲ منډې جوړې کړي او بالاخره لوبه وبایلله.
 
افغان لوبغاړو هر یوه نعمان شاه ۶۴ او جمشید خان ۵۷ منډې وکړې. د افغان لوبډلې له لوري خلیل احمد د ۵ ویکټو په اخیستو د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
 
د دې لړۍ دویمه سیالي به نن یکشنبه د اپریل په دویمه ترسره شي.
 
په همدې حال کې د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو لوبډلې تېر کال دې لوبډلې ته په څلورو منډو ماتې ورکړه.


د مطلب کود: 267781

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267781/د-افغانستان-کرکټ-۱۹-کلنو-لوبډلې-سریلانکا-په-وړاندې-ماتې-وخوړه

آوا
  https://www.avapress.com