کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پولیو واکسین کمپاین پیل شو؛ ۱.۱۴ میلیونه ماشومان واکسین کیږي

13 حمل 1402 ساعت 14:54

د پوليو واکسين د تطبيق کمپاين به سبا دوشنبه د سلواغې په ١٤مه د هېواد په څلورو ولايتونو کې پيل شي او ټاکل شوې چې ١،١٤ ميليونه ماشومان واکسين شي.


آوا - کابل: ټاکل شوې چې سبا د ختیځ په څلورو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شي.
 
ویل کیږي، چې په نوي کمپاین کې به په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې څه باندې ۱.۱۴ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، واکسین شي، څو د پولیو له ویروس څخه وژغورل شي.
 
تېر کال په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
 
افغانستان او پاکستان یوازیني هیوادونه دي چې د پولیو په له منځه وړلو کې نه دي بریالي شوي.
 
په تېرو وختونو کې د جګړې له امله په ځینو ولایتونو کې د واکسین کمپاین نه و پلی شوی، خو د اسلامي امارت له تاسیس سره سم یې په ډېرو ولایتونو کې بیا تطبیق پیل شو.


د مطلب کود: 267796

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267796/د-پولیو-واکسین-کمپاین-پیل-شو-۱-۱۴-میلیونه-ماشومان-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com